د ایران پيسو د کرزي ملي ضد څېره نوره هم رسوا کړه
سرلوڅ مرادزی سرلوڅ مرادزی

د اکتوبر په ۲۴ مه نیویارک ټایمز ورځپاڼې پخپله ګڼه کې د افغان مقاماتو په قول راپور ورکړ چې د ولسمشرکرزي تر ټولود اعتماد وړ او نژدې کس عمرداودزي ته ، ایران د پیسو کڅوړې ورکوي.

 

د ورځپاڼې د راپور له مخې عمر داودزی چې د ولسمشرکرزي د دفتر رييس دی او تر دې مخکې په ایران کې د افغانستان سفیر و ، د اګست په یوه ماښام له ولسمشرکرزي سره د ایران په رسمي سفر کې ملګری وو. 

 

ورځپاڼې د یوه افغان مقام له قوله چې په دې سفر کې له ولسمشرکرزي سره په الوتکه کې یوځای و لیکلي « کرزی د کابل په هوايي ډګر کې په الوتکه کې کښېناست ، نوموړي په افغانستان کې د ایران سفیرفداحسین مالکي ته انتظار ایست. بالاخره مالکي ناوخته راورسېد او د ولسمشرکرزي د دفتر د رييس عمرداودزي ترڅنګ کښېناست. مالکي داودزي ته یولوی پلاستیکي بکس ورکړچې د یورو له بنډلونو ډک وو.»

 

ورځپاڼه وايي یوه بل افغان مقام تایید کړه چې داودزي د پیسو یولوی بکس کور ته یووړ.ده چې د نوم د نه خپرېدو په شرط خبرې کولې ، وویل « دا د ایران پیسې وې، په موږ کې ډېرو ولیدلې.»

 

نیویارک ټایمرپه کابل کې د افغان او لوېدیځو مقاماتوپه قول وايي چې د پیسو دا بکسونه د ایران له لوري د هغو پټو پیسو سلسله ده چې د داودزي د وفادارۍ د اخیستلو او د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې د ایران د ګټود ساتنې لپاره ورکول کېږي.

 

خو حامد علمي  ، د ولسمشر کرزي د ویاند مرستیال ددې تورونو په مقابل کې المان غږ سره په تلیفونې خبرو کې وايي « موږ دغه رپوټ ردوو . دغه خیالي او بې بنسټه رپوټ دی .چا چې رپوټ ورکړی او چا چې د رپوټ په چمتو کولو کې برخه اخیستې ، هغوی د خیالي کسانو او د هغه چا پنوم غږېدلي چې ښايي ریښتینی شتون ونلري » د حامدکرزي د ویاند مرستیال وايي « افغانانو او د افغانستان دولت ته ایران د اسلامي جمهوریت مرستې ، د ایران د قانوني بنسټونو او د ایران د دولت له لارې رسیږي او دا پیسې د افغانستان په بیا ودانۍ کې په شفافه توګه لګېدلي دي » نوموړی زیاتوي پخوا هم په بهرنیو رسنیو کې داسې خیالي او بې بنسټه رپوټونه د نورو شخصیتونو په اړه خپاره شوي وو ، خو کله چې د لاسوندونه په اړه يي پوښتنه وشوه ، هغوی منکر شول . »

علمي زیاتوي ، په داسې رپوټونو سره دوی غواړي د افغانستان حکومت تر فشار لاندې ونیسي او غواړي ولسي افکار بل لور ته واړوي . »

   

خو د اکتوبر په ۲۵ مه ولسمشرکرزي په کابل کې د تاجکستان له ولسمشرامام علي رحمان سره په یوه ګډه خبري غونډه کې ومنله « د ایران حکومت زما له دفتر سره د کال یو یا دوه وارې پنځه لکه یا شپږ لکه یا اووه لکه یورو مرسته کوي ، چې رسمي مرسته ده . دا شفافه مرسته ده ، په دې هکله ما حتی د امریکا له پخواني ولسمشرجورج ډبلیو بوش سره خبرې کړې وې . کوم شی په دې منځ کې پټ نه دي . د امریکا متحد ایالتونه هم دې ته ورته کار کوي... هو، د پیسو کڅوړې راکوي . هیڅ فرق نه لري.»

د منت دارو که مرم پکار مې نه دي         

که علاج لره مې راشي مسیحا هم

یا دا چې :

هغه زیست چې د عزت له مخه نه وي
چې يي کا په هغه زیست پورې هکپک یم

خوشحال بابا

دلته د نیویارک ټایمز رپوټ ، د المان غږ سره د ولسمشر د ویاند مرستیال حامد علمي مرکه او بیا د تاجیکستان د ولسمشر امام علي رحمان سره د کرزي په خبرې ګډه غونډه کې د کرزي څرګندونې یوله بل سره اړوپیچ دي ، چې لوستګړو ته څو پوښتنې خامخا په ذهن کې وراچوي :

ــ کرزي د نیویارک ټایمز له رپوټه مخکې ولې د ایراني پيسو د کڅوړو په اړه افغان ملت ته مالومات نه ورکول او د نوموړي په اصطلاح دا مرستې يی نه ښکاره کولي ؟

ــ  حامد علمي د کرزي د دفتر مرستیال ویاند وايي د نیویارک ټایز رپوټ خیالي او بې بنسټه دی ، خو کرزی خپله وايی چې موږ له ایرانه د پیسوکڅوړې اخیستي ، دا دواړه خبرې ولې یوله بل سره اړوپيچ دي ؟

ــ کله چې دولت که له امریکي ، ایران او یا بل هېواد څخه پیسې اخلي ولې دا خبره له افغان ملت پټه ساتي او ملت او ولسې جرګې ته يي په اړه مالومات ولې مخکې له دې چې بهرنۍ رسنۍ هغه افشا کړي نه ورکوي ؟

ــ که د ایران له پیسو د امریکي پخواني ولسمشر بوش ته مالومات ورکول کیږي ایا کرزي بوش ته د خپلو اجرااتو مسولیت په کوم لامل لري او دا مالومات ولې بیا اوباما ته نه ورکول کیږي او نیویارک ټایمز اړیږي چې په خپرولو يي رسوايي او غوغا راپورته کړي ؟ ایا کرزی امریکايي مقاماتو ته د رپوټ ورکولو مسولیت پرغاړه لري که افغان ملت ته ؟

ــ ایا په داسې څرګندونو سره کرزي د افغانستان ملي ګټو ته زیان نه دی پېښ کړی ؟

د ډېرو په اند ارګ ته د ایراني پيسو د کڅوړو ورکړې هغه زیاتې ملي پوښتنې حل کړي چې تر اوسه يي افغانان د حل پسې لالهانده ګرځېدل .

کله چې په ارګ کې واکمنان د ایران اجیر چارواکي وي ، ایران به ولې په پراخ لاس پر افغانستان فرهنګي یرغل نه وروړي ! د افغانستان ملي ویاړنې به تر ګواښ لاندې نه نیسي ! د افغانانو ملي ترمینالوژي او ملي ژبه پښتو به ېې له حکومتي دفترونو ، پوهنتونو او سفارتونو څخه رخصت شوې  نه وي !

پښتانه به پخپله پلازمېنه کابل کې مسافر او د هېواد په شمال او لوېدیځ کې د مرګ او ژوبلې سره مخ نه وي ! ولسې جرګه به يي د ایران د ګټو ساتندوی نه وي ! د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت به يي د ایران په خدمت کې نه وي ! د خلیلي او محقق د ملي ضد هڅو بازار به تود نه وي ! او دایران نور ګوډاګیان او تالي څټي به د نورو هېوادپالو افغانانو پر څټ نه وي سپاره !

نه ومه خبر پرده چې لږ شانته مې پورته کړه        نه دي د ویلو هغه څه چې ما لیدلي دي

ارواښاد الفت

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د سلګونو او زرګونو پټو رازونو څخه یوازې د یوه پرده پورته کړه ، دا چې نور به د پردې ترشا څه وي ، دا يي « مشت نمونه خروار و » .

د هغې ورځې په هیله چې افغانان پخپلو پښو ودریږي ، د پرديو او د هغو د نانځکو لاسونه د افغان ملت له ستوني لنډ شي !

اخځونه :

ــ تاند بریښپاڼه

د ۲۰۱۰ کال د اکتوبر ۲۵ مه


October 26th, 2010


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
مسایل بین المللی